IQNA

  له جنایتکاروصهیونیسټانو څخه ریښتینې غچ اخستل نزدې دي

6:42 - September 08, 2025
د خبر لمبر: 3491675
ایکنا - د یمن د انصارالله ولسی مبارز غورځنګ یو لوړپوړي غړي د نیواکي ټاټوبو په ژورو کې د یمن د بې پیلوټه الوتکې د بریالي برید په غبرګون کې ووئيل؛ د یمن د حکومتي چارواکو د ترور ریښتینې غچ اخستل  لا پیل شوي نه دي.

  ایکنانیوز  د المسیره له قوله راپور راکوي،د یمن د انصارالله غورځنګ لوړپوړی غړی، حزام الأسد،  د یمن له خوا د  فلسطین دنیواکي ټاټوبی په مینځکې  د بې پیلوټه الوتکې د بریالي برید په غبرګون کې په ایکس ټولنیز چینل  کې ولیکل: ریښتینې انتقام لا پیل شوی نه دی او هغه څه چې ستاسو په تمه دي، ډیر سخت به وي.

د راپورونو له مخې، له یمن څخه توغول شوې بې پیلوټه الوتکه د نیواکي ټاټوبو  په سویل کې په  رامون هوائي ډګر  ولګیده او اته کسان ئې ټپیان کړل.

له دې وړاندې، د یمن د عالي سیاسي شورا مشر مهدي المشاط،د یمن د «بدلون او ملي جوړونې» دحکومت د لومړي وزیر د شهادت په اړه د صهیونیسټي رژیم  د وحشي جنایت په باب  ویلي وو: زمونږ انتقام حتمي او نه بدلیدونکی دی، تورې ورځې ستاسو په تمه دي، دا به ستاسو د رژیم د خیانتکارو  او ناپاکو کړنو پایله وي.

هغه زیاته کړه: مونږ د نړۍ ټول خلک رابولو چې له صهیونیسټي رژیم پورې اړونده شتمنیو او موسسو سره له هر ډول تعامل څخه ډډه وکړي او لا هم د کډوالو لپاره وخت شته چې خپلو اصلي هیوادونو ته بیرته ستانه شي. مونږ ټولو بهرنیو شرکتونو ته چې په نیواکي ټاټوبو کې فعالیت کوي خبرداری ورکوو چې مخکې له دې چې ناوخته شي،  له هغه ځایه ووځي ، ځکه چې د یمن والو مقدس وینه که توي شي،نو د امپراتوریو تختونه نسکور ولی شي، نو د یو ذلیل او زوال‌پذیر  جنایتکار رژیم خبره به څه وي. زمونږ د حکومت د دغو ملي شخصیتونو وینه کافي ده چې د دښمن وجود ولړزوي.

همدارنګه، د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد الفرح، ویلي وو: د یمن د حکومت غړو په نښه کول د ټولو نړیوالو قوانینو او ډیپلوماټیکو اصولو ښکاره سرغړونه ده. هغه څه چې پیښ شوي، د یوه  پوځي حکومت نه ،بلکې د یوه ولسی حکومت  په نښه کول دي، چې نتیجه ئې ډیره خطرناکه وي.

دیمن انصارا... ولسی غورځنګ د شنبې په ورځې  په یوې اعلامیې کې وئیلي دي؛ د یمن د دولت  لومړی وزیر، احمد غالب الرهوي،  د تېرې پنجشنبې په ورځ د صهیونیسټي رژیم له خوا د صنعا په بېلابېلو سیمو باندې په بریدونو کې سره د یو شمیر ملګرو شهید شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4303918

captcha